هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه
 

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۰۰مه غونډه د جمهور رئیس په مشرۍ تر سره شوه

 
  28/02/1396
 

کابل: د ملي تدارکاتو کمېسیون اوونیزه غونډه د دوشنبې په ماښام د ۱۳۹۶ کال دغوایي په ۲۵مه نېټه د جمهوري ریاست آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې چې د حکومت اجرائیوي رئیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دوهم مرستیال، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت مسلکي معین او سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو او څارونکو حضور درلود؛ د ۱.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت پکې پنځه تړونونه منظور کړی شول چې د هغې له جملې څخه د مئوسساتو د مشورتي خدمتونو د تدارک درې تړوونونه د درې کلونو لپاره چې د زابل، ارزګان، کنړ، لغمان، خوست، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې به د وګړو تړون ملي پروګرام پروژې تطبیقوي؛ منظورې کړی شوې. همداراز دوه نور تړونونه چې د کابل ښاروالۍ اړوند د سون موادو تدارک او د نوي کابل بانک نماېنده ګیو سره د مرکزي دفتر د ارتباطي خط کېږي؛ په مشروط ډول منظور کړی شو.  
د ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز د آریانا افغان هوایي شرکت د خوراکي توکو د ۲۵٪ تعدیل قرارداد هم منظور کړ.  مګر کمېسیون د سمنګان ولایت د کیلي بند او د بلخ ولایت د تنګي شادیان بند ډيزاین او جوړولو قراردادونه د داوطلب شرکت د مالي سندونو د صحت څخه د ډاډګیرنې په غرض بېرته ولېږدول.
بل لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون د کاسا۱۰۰۰ پروژه چې د کمېسیون په ۸۹مه غونډه کې په مشروط ډول منظور شوې وه؛ په دې جلسه کې په نهایي ډول منظور کړی شوه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د دې پروژې د مذاکره کوونکي پلاوي له هڅو او زحمتونو څخه مننه او قدرداني   وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي حکومت له پېل څخه وروسته او د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو په لار کې  د ملي تدارکاتو ادارې او ملي تدارکاتو کمېسیون د رامنځته کولو سره تر اوسه پورې د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۰۰ غونډې تر سره شوي چې ټولې د جمهور رئیس تر مشرۍ لاندې تر سره شوي. په دې غونډوکې ۹۷ اوونیزې او درې اضطراري جلسې شاملې دي.
دې کمېسیون تر دې دمه ۲۵۰۰ قراردادونه او تدارکاتي موضوعات چې د وزارتونو او تدارکاتي ادارو اعطای آمرینو له پولي واک څخه د قانون مطابق لوړ وه ارزولي او د هغې له جملې څخه یې د ودانیزو چارو، توکو او مشورتي خدمتونو بېلابېلې له ۲۱۰۰ څخه زیاتې پروژې منظورې کړي. د منظور شویو پروژو ارزښت له ۳۴۶ میلیارد افغانیو څخه زیات دی.  
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډو کې د کورنیو او نړیوالو ادارو څاروونکو لکه د امریکا متحده ایالاتونو د ځانګړې پلټنې ادارې (سیګار)، د غوڅ ملاتړ (سیستیکا)، د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اړوند کمېسیونونو، ادارې فساد پر ضد مبارزې پارلماني کاکس او د ځینو مدني ټولنو استازي هم د څارنې په غرض برخه اخستې. سربېره پردې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کړنو په پایله کې چې د همدې کمېسیون له لوري قراردادونه ورکړل شوي؛ له ۱۸ میلیارد څخه زیاتې افغانۍ پکې سپما تر سره شوې او د۴۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو د بې ځایه لګښت څخه مخنیوی تر سره شوی. 
همداراز کمېسیون کې پروژو باندې تر بحث وروسته د غونډو او پرېکړو راپورونه او معلومات چاپي، غږیزو؛ انځوریزو او ټولنیزو رسنیو کې او همداراز د د جمهوري ریاست او ملي تدارکاتو ادارې او یو شمېر نورو ادارو وېبپاڼو کې هم خپاره شوي.