هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه
 

ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱.۸ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۴ تړونونه منظور کړل


 
  08/03/1396
 

کابل: د ملي تدارکاتو کمېسیون اوونیزه غونډه د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د غبرګولې په اوومه نېټه د جمهوري ریاست آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې ۲۷ تدارکاتي موضوع ګانو باندې بحث تر سره شو چې پاېله کې له ۱ میلیارد او ۸۹۸ میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت  ۲۴ تړونونه منظور کړی شول چې د هغې له جملې څخه ېې ځینې پروژې لاندې یادې شوي.
- د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ څخه تر قرغان پورې د سړک د قیرولو پروژه
- د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو تړون په ځانګړي ډول؛ کندهار، ارزګان، هلمند، فراه او نورستان ولایتونو دلرې پرتو او نا امنه سيمو کې د ماشوم او مور خدمتونه؛ د خصوصي محلي وړاندې کوونکو په وسېله
- شپږو میاشتو لپاره بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د وګړو تړون پروګرام پروژې د پلی کولو په غرض د مشورتي خدمتونو د مئوسسو تدارک
- د څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو (کابل، بلخ، کندهار، هرات) د امنیت د ټینګولو پروژه
- د مالیې وزارت د داخلي پلټنې په غرض د مسلکي تصدیقنامو د صدور برنامې مشورتي خدمتونو پروژه
- غزني پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژي او سولر سېسټم د رامنځته کولو تړون
- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د اړتیا وړ ۱۰۰ عدده سی ای بوردونو د تدارک قرارداد
- د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اړوند ۱۷ ولایتونو کې د کورنۍ باغچو  جوړولو سربیره د قطریي سېسټم نصبولو په غرض د نهو قلمو توکو د تدارک تړون
- د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون  او اوبو رسونې شرکت عمومي ریاست اړوند له تجهیزاتو سره  د ۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیروي پروژې دجوړولو تړون
- د عامه اعتباراتو د ثبت سېسټم د ساتنې او بیارغونې د خدمتونو پروژه
- د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند ولایتي رئیسانو او ولسوالانو لپاره د موټرو د تدارک قرارداد
- د افغانستان د برښنا شرکت اړوند لغمان ولایت بادپخ ولسوالۍ لپاره د برښنایي تجهیزاتو او ودانیزو موادو د برابرولو او تدارک تړون
- ماليې وزارت اړوند له نورو لوازمو سربېره د کارت چاپولو درې پایه پرنټرونو د تدارک قرارداد
- د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اړتیا وړ خوراکي توکو د برابرولو او تدارک تړون
- د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړوند په ملي او محلي کچه د عامه ګاهي پروګرام رادیوي خبرتیاوو د خپرولو پروژې تړون
- او د ملي امنیت لوی ریاست د مرکزي او نظامي قطعاتو ادارو د اړتیا وړ یو قلم مایع ګاز د تدارک تړون.  
بل لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون د ښاروالیو معینیت لپاره د تخنیکي سلاکار د استخدام د مشورتي خدمتونو پروژه، د دایکندي ولایت د سوختوک د کوچني اوبو برښنا پروژې ډیزاین، جوړول او نصبول او ننګرهار ولایت  اړوند د کامې نواباد څخه تر سنګرسرای پورې د سړک د جوړولو پروژه د زیاتې ارزونې او تخنیکي ستونزو دله منځه وړلو په غرض اړوندو ادارو ته بېرته ولېږدول شوه.
د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کامې نواباد څخه تر سنګرسرای پورې د سړک جوړولو پروژې په اړه پرېکړه تر سره کړه چې د ټولګټو وزارت لخوا دې د همدې سړک د جوړولو په اړه  دپېشنهادي شرکت په وسېله د ناسمو معلوماتو وړاندې کول په اړینه او هراړخیزه توګه و ارزول شي او د تخلف په صورت کې دې نوموړی شرکت د تدارکاتو قانون د حکمونو سره په مطابقت کې دې د ملي تدارکاتو ادارې ته د محرومیت په غرض وروپېژندل شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د تفتیش کوونکي شرکت په اړه چې د یاد شرکت د مالي پلټلو مسئولیت ېې پر غاړه درلود؛ پریکړه وکړه چې دا شرکت دې هم د جوړجاړي،جعلکاري او حقیقت پټولو په وجه عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي او د فعالیت جواز دې ورته د هېواد د نافذه قوانینو مطابق لغوه کړی شي.  
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجی کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو برخه اخستې وه.